تاسو د ښار د دوبي په برنامه کې د ځوانانو لپاره د عکس اخستنې ټولګی اخلئ. ستاسو څنګ ته یو زده کونکي تاسو سره خبرې پیل کړې.
"سلام، زه سونیا یم او زه د ریور ویو عالي ښوونځي په 11 ټولګي کې یم. دا یو کوچنی ښوونځی دی چې شاوخوا 500 زده کونکي لري. مونږ له ښوونځي وروسته فعالیتونه لرو مګر عکس اخستنه پکې شامله نده. ستاسو ښوونځی څه ډول دی؟ دا څومره لوی دی او زده کونکي یې څوک دي؟ دا څه ډول فعالیتونه لري؟ ایا تاسو کولی شئ موقعیت یې تشریح کړئ؟ زه واقعیاً غواړم ستاسو د ښوونځي په اړه ټول تفصیل واورم
په امریکایی ښوونځیو کې، زده کونکي ډیری دندې او پروژې لري. ما اوس اوس د دوو نورو زده کونکو سره د تاریخ یوه پروژه پای ته ورسوله. دا سخته وه. ما ته د یوې پروژې په اړه ووایاست چې تاسو یې باید د یو ټولګي لپاره ترسره کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې د ټولګي او د هغې موضوع چې لپاره یې تاسو پروژه ترسره کړې، ننګونو، یا ستونزو، او دا چې ښوونکي تاسو سره څنګه مرسته کړې په اړه معلومات شامل کړئ او تاسو د دې پروژې له ترسره کولو څخه څه زده کړل.
کله چې تاسو یو نوی ښوونځی پیلوئ، دا یو فرصت دی چې نوي ملګري پیدا کړئ. تاسو د یو چا د پیژندلو او د دوی په اړه نور څه زده کولو لپاره کوم ډول پوښتنې کوئ؟ لږترلږه 3 یا 4 داسې پوښتنې ولیکئ چې تاسو کولی شئ له یو چا یې وپوښتئ. (تاسو کولی شئ د دوی د کورنۍ، دوی څه کول خوښوي، کوم ټولګي یې خوښ دي، د ښوونځي وروسته کوم ډول فعالیتونه کوي، یا د کوم بل څه په اړه پوښتنې وکړئ چې تاسو غواړئ پرې پوه شئ.
څه فکر کوئ هغه څه دي چې ښه ملګری جوړوي؟
په ملګرتیا کې څه مهم دي؟ د هغه وخت په اړه ووایاست چې تاسو د یو چا ښه ملګری وئ، یا یو څوک ستاسو لپاره ښه ملګری و. د ملګرتیا په اړه په تفصیل سره تشریح ورکړئ، او داچې څه پیښ شو، تاسو د یو ښه ملګري ګرځیدو لپاره څه وکړل، یا یو ښه ملګری څنګه تاسو لپاره کمک کونکی و.
تاسو لاندې مقاله د ګاونډ په اونیزه پاڼه کې لولئ.
د سخت کار جایزې
دا د جولای میاشت ده او ښوونځي د اوړي رخصتیو لپاره تړل شوي. خو د کوفي عنان لومړني ښوونځي کې داسې ښکاري چې د درېیم او څلورم ټولګي ټولو زده کوونکو د اوړي رخصتۍ هېرې کړي. زده کونکي او د دوی ښوونکي په کار کې سخت بوخت وو. د بیلچو، کتابچو، قلمونو او بکسونو سره دوی د ساینس یوه پروژه پای ته رسوله چې زده کونکو په پسرلي کې پیل کړې وه. ډواړو ټولګیو د ګاځرو، وږو (جوار)، او د نخودو تخم او د روميانو ځینې کوچني بوټي وکرل.
د دوی سبزیجاتو په پسرلي او دوبي کې وده وکړه او اوس د راټولولو لپاره چمتو شوي. زده کوونکو د رسیدلو سبزیجاتو اندازې او شمیر په اړه یاداښتونه واخستل. بیا یې سبزیجات ومینځل او په بکسونو کې یې په ترتیب سره کیښودل. د سبزیجاتو بکسونه د ګاونډ د خواړو شیلف لپاره و خو ټولو زده کونکو غوښتل چې لومړی یې خوند وګوري. ښوونکي د هغو زده کوونکو لپاره د ګاځرو کوچنیو ټوټو په پرې کولو بوخت وو چې نور یې غوښتل. د ښوونځي له باغ څخه داسې بریښیدله چې د ساینس پروژه به راتلونکی کال بیا رامنځته شي. زده کوونکو وکولی شول چې د باغدارۍ په اړه زده کړه وکړي، خواړه له نورو سره شریک کړي او د سبزیجاتو څخه خوند واخلي. هیله ده چې دوی به د شپې ډوډۍ او د ښوونځي د غرمې په ډوډۍ کې له سبزیجاتو څخه هومره خوند واخلي څومره خوند چې دوی د سبزیجاتو له کرلو څخه اخستی.
تاسو دا مقاله آنلاین ګورئ.
د ایم یانګ، په ګاونډ کې د ماونټین پریس لپاره خبریال، لخوا یو خاموش اتل (A Quiet Hero)
ډیری خلکو د عامه اتلانو په اړه چې هرڅوک یې ګوري، اور وژونکو په اړه چې لوی اورونه مړ کوي، د ژوند ساتونکو په اړه چې یو څوک ژغوري، د هغه کس په اړه چې د یو چا ژوند ژغوري یا د جدي ټپي کیدو مخه نیسي کیسې اوریدلي دي. زمونږ په ښارونو کې د ګاونډ ټولې سیمې نیکمرغه دي چې دا اتلان لري او د دوی هغه ډول درناوی کوي لکه څنګه چې باید وشي.
ګاونډي سمیې، په خپل منځ کې، ډیری خاموش اتلان هم لري، ایري سمس، یو ځایی اوسیدونکی. د ډیرو کلونو لپاره، ایري خپله کوڅه او د لوگان پارک پاک ساتلي، په کونج کې یې ګلان کرلي او په خاموشۍ سره یې د لوبعالي د پاک او خوندي ساتلو لپاره کار کړی دی. د خپل ورځني د سهار پیاده تګ پرمهال، هغه لیدل کیدی شي چې کثافات راټولوي او د کثافاتو په یو کانتینر کې یې اچوي. ډیری خلکو د یو هیرو د وسیلې په توګه د کثافاتو کانټینرونو په اړه فکر نه کاوه، مګر د کلونو لپاره، لوگان پارک د کثافاتو کافي کانټینرونه نه درلودل. د کثافاتو یوازینۍ کثافت دانۍ د پارک د ټولو لیدونکو د کورنۍ پکنیک یا تفریحي چکر لپاره خورا کوچنۍ وه. د پایلې په توګه، خلکو خپل کثافات د ونو لاندې ایښودل یا یې په هر چیرته پریښودل، یا ځینو یې خپل کثافات کور ته وړل. د دې دوبي په پیل کې په یوې لوی کڅوړه کې د کثافاتو راټولولو وروسته، ایري د ښار مدیرانو څخه د نورو کانټینرونو غوښتنه وکړه.
د ښار ریکارډونو ښودلې چې په پارک کې لس نوي د کثافاتو کانټینرونه شتون لري مګر کله چې یې معاینه کړل، معلومه شوه چې تیروتنه شوې وه او کانټینرونه هیڅکله سپارل شوي نه وو. په راتلونکې اونۍ کې په پارک کې ایښودل شوې کثافت دانۍ ولیدل شوې، چې د پارک لیدونکو لپاره ډیره د حیرانتیا وړ وه. کوچني ماشومان د روښانه شنو کثافات دانیو او د ریسایکل کولو کانټینرونو کارولو لپاره منډې ووهلې.
کله چې د ماښام په خبرونو کې د کثافت دانیو کیسه خپره شوه، ایري نه غوښتل چې په تلویزیون کې ښکاره شي مګر موافقه یې وکړه چې د دې کیسې لپاره ما سره خبرې وکړي. زه تیره اونۍ خبر شوم، ګاونډیانو هڅه پیل کړه چې د لوبغالي تجهیزات په نوي، خوندي، او لا ډیر زړه پورې تجهیزاتو سره بدل کړي. دوی د ښار او ګاونډیو سوداګرو سره اړیکه ونیوله ترڅو د بسپنې غوښتنه ترې وکړي. ناڅاپه، په پارک کې دلچسپي رامنځته شوه. د ایري د کثافاتو پاکولو خاموشه هڅه د دې لامل شوه چې ګاونډیان غواړي د کورنیو، ماشومانو او د پارک ټولو لیدونکو لپاره تجربه ښه کړي.
دا ټول د یوې کثافت دانۍ سره پیل شو.